Close Menu

    Subscribe to Updates

    Get the latest creative news from FooBar about art, design and business.

    What's Hot

    په کولنګ ټاور کې د لیجیونیلا کشف په نیویارک کې د څو ګاونډیو تحقیقاتو لامل شو

    سپتمبر 16, 2026

    د هاینان سیلابونو له ۵۵۰۰۰ څخه ډیر خلک بې ځایه کولو ته اړ کړل

    سپتمبر 16, 2026

    د فولډ ایبل سمارټ فون بازار ته د ایپل ننوتل د اکتوبر په میاشت کې پیل کیږي

    سپتمبر 16, 2026
    Pakhtun AkhbarPakhtun Akhbar
    • روغتیا
    • تفریح
    • سوداګرۍ
    • اتوماتیک
    • سپورت
    • لوکس
    • خبرونه
    • د ژوند طرز
    • ټیکنالوژي
    • سفر
    Pakhtun AkhbarPakhtun Akhbar
    کورپاڼه » د XJTLU نړيوال ښوونیز فورم سفیرانو او متخصصینو ته د مشارکت فرصت چمتو کوي
    PR Newswire

    د XJTLU نړيوال ښوونیز فورم سفیرانو او متخصصینو ته د مشارکت فرصت چمتو کوي

    نوومبر 4, 2023
    Facebook WhatsApp Twitter Telegram Reddit VKontakte Pinterest LinkedIn Tumblr Email

    سوژو، چين، نوېمبر 3، 2023 /PRNewswire/ — د XJTLU د 2023 کال د ښوونې نړيوال فورم د نوېمبر میاشتې په 2 نېټه په ژیان جیاوتونګ – لیورپول پوهنتون کې ترسره شو چې د اوو هېوادونو په استازیتوب د 11 سفارتونو چارواکو او استازو برخه پکې اخیستې وه. هېوادونه او سازمانونه (د الف با په ترتیب سره تنظیم شوو وو): په شانګهای کې د برتانیا قونسلګري، د لیسوتو سلطنت، د اندونیزیا جمهوریت، د مالاوي جمهوریت، د نامیبیا جمهوریت، د زیمبابوې جمهوریت، او د تای شاهي سفارت.

    په یوه ګردی مېز کې، د سفارت چارواکو او استازو په بهر کې د زده کړې د پروګرامونو د اهمیت په اړه معلومات تبادله کړل.

    په چین کې د مالوي سفیر الان چنتیدزا په نړیواله همکارۍ ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه: “تاسو کولی شئ په ملي کچه فکر وکړئ، مګر تاسو باید په نړیواله کچه عمل وکړئ ځکه چې په نړیواله کچه، موږ ټول ګډ مسؤلیت لرو.”

    تومیلو موزیمي، د لیسوتو سلطنت په سفارت کې وزیر مشاور وویل: “د انفرادي زده کونکو لپاره، له خپلو هیوادونو څخه د باندې زده کړې د کلتوري اړیکو، سازګارۍ، او خپلواک فکر کولو مهارتونو ته پراختیا ورکوي.”

    پیډزیسای پیټر میویرا، د زیمبابوې جمهوریت په سفارت کې د وزیر مشاور څرګنده کړه: “په بهر کې زده کړې  نه یوازې زده کونکو ته د مسلکي پرمختګ فرصت ورکوي؛ بلکه هغوی ته اجازه ورکوي چې بېلابېلو کلتورونو ته ننځوي.”

    د اندونيزيا په سفارت کې د پوهنې او کلتور اتشه يوديل چاتم وويل: “زه غواړم د اندونيزيا خلکو ته بلنه ورکړم چې په چين کې د زده کړو فرصتونه په پام کې ونيسي. دغه فرصتونه به نه يوازې د روښانه مسلک لپاره دروازې پرانيزي، بلکې ستاسو کلتور او د ژبې تجربې به هم پیاوړې کړي.”

    نګیهپاوالی مایکل هاموکویا، د نمیبیا د سفارت سیاسي، اقتصادي او حقوقي سکرتر څرګنده کړه: “زموږ سفارت د چین او نورو هیوادونو له بیلابیلو بنسټونو سره د تماس له لارې او د ګډې همکارۍ د پراختیا په موخه په عامه ډیپلوماسۍ او د نوو لارو په موندلو باندې په تمرکز سره د زده کړې د نړیوال کولو په برخه کې مرسته کوي.”

    په شانګهای کې د برتانیې په قونسلګرۍ کې قونسل (کلتور او تعلیم) کاترین سنکلیر جونز وویل: “ګه چېرې په دقت سره وګورو کولای شو دا تایید کړو چې XJTLU څنګه د مصنوعي ځیرکتیا او کاري وړتیا په شان ځینو هغو نړیوالو ننګونو ته چې موږ يې د نړیوالې زده کړې په شاوخوا کې وینو، ځواب وایي. له XJTLU څخه لیدنه او پرېزېنټېشن او بحث ته غوږ نیول له شک پرته یوه مثبته تجربه وه.”

    د ښوونې نړیوال فورم د 2023 کال د XJTLU د نړیوالو همکارانو د لوی فورم برخه وه، چې د اکتوبر له 30 څخه د نوېمبر تر 2مې نېټې پورې ترسره شوه چې له 50 څه د ډېرو هیوادونو تر 500 ډېرو لیدونکو برخه پکې اخيستې وه. په دې پیښه کې د پوهنتون او لابراتوار سفرونه، د دندې نړیوال نندارتون، د پروګرام پیژندنه، او له XJTLU متشبث کالج (تایکانګ) څخه لیدنه شامله وه.

    تصویر – https://mma.prnewswire.com/media/2265748/ambassadors.jpg

     اړیکه: تامارا کوپ، tamara.kaup@xjtlu.edu.cn

    مربوطه لیکنې

    د Momentus Technologies شرکت MomentusMAX په نوم د مصنوعي ځیرکتیا یو پلټفورم وړاندې کړ چې د ځایونو لپاره جوړ شوی او په عمومي ډول یې دMAX for Sales کارول د لاسرسي وړ ګرځولي دي

    سپتمبر 16, 2026

    SUNMI د بیلټ اېنډ روډ په سرمشریزه کې له یوریشیا سره خپله همکاري لا پیاوړې کوي

    سپتمبر 14, 2026

    Xinhua Silk Road: د هونان او افریقا متقابله همزیستي، ګډې هڅې — د چین او افریقا ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو لپاره د هونان ماډل

    سپتمبر 3, 2026
    تازه ترین خبرونه

    په کولنګ ټاور کې د لیجیونیلا کشف په نیویارک کې د څو ګاونډیو تحقیقاتو لامل شو

    سپتمبر 16, 2026

    د هاینان سیلابونو له ۵۵۰۰۰ څخه ډیر خلک بې ځایه کولو ته اړ کړل

    سپتمبر 16, 2026

    د فولډ ایبل سمارټ فون بازار ته د ایپل ننوتل د اکتوبر په میاشت کې پیل کیږي

    سپتمبر 16, 2026

    امارات د ژمي په رارسیدو سره د بکینګ قوي رجحانات ښیې

    سپتمبر 15, 2026

    په پاکستان کې د خوراکي توکو او تعلیمي تشو د دوام له امله انفلاسیون لوړ شوی دی

    سپتمبر 15, 2026

    نیپال د سیلابونو د بیارغونې لپاره ۴.۷۸ ملیارد ډالر اټکل کړي دي

    سپتمبر 14, 2026

    د متحده عربي اماراتو او هند اقتصادي او ستراتیژیکې ښکیلتیا په مهمو سکتورونو کې وده کوي

    سپتمبر 14, 2026

    متحده عربي امارات او جرمني د سوداګرۍ او سوداګرۍ نوښتونو له لارې اقتصادي همکاري پیاوړې کوي

    سپتمبر 12, 2026
    © 2023 Pakhtun Akhbar | ټول حقونه خوندي دي
    • کور
    • موږ سره اړیکه ونیسئ

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.